دسل هاوزروعراقیانودمصیبتونواوبدبختیوپه خاطر څوک دی باید امریکامحاکمه کړی؟
ژباړونکی((عزیزاحمدخوارمل)) ژباړونکی((عزیزاحمدخوارمل))

                  دانټرنیت دمنابعوڅخه

 

دروسي دایزوستیاورځپاڼه دغه پوښتنه بیانه وی اوڅرګنده کړی اولیکلی دی  ،امریکاییانو صدام حسین یې دهغه دجنایاتوپه خاطر چې دخپل ملت پرضد دی یې ترسره کړی وه اودی په دغوجنایاتوسره  ککړدی محاکمه کوی یې،څوک دی  باید دوی (امریکاییان ) دعراق دسل هاوزروبی ګناهو خلکودوژلو،ټپی کولو دغمونو،مصیبتونو، بدبختیو،لوږی ،ورانی اوغمیزوپه خاطرمحاکمه کړی اومحاکمی ته یې راکش کړی .

 

دروسي دایزویستیادورڅپاڼی دچهارشنبی دورځی دګزارش په حواله،دصدام محاکمه چې د (۱۴۸)تنو اهل تشیع وکړودوژلوپه تورد((الدجیل))په کلی کی یې چې په خپل وخت کی یې وژلی وه بیا پیل شو.دمی دمیاشتی په لمړیوورځوکی همدغسی نوی دو سیه دهغه عملیاتوپه هکله چې د((انفال))ترنامه پیل شوی وه ،چې ددی عملیاتوپه ترځ کی دصدام حسین سربازانو-۲۰۰- دوه سوه زره خلک یی دستګیره کړی وه اوددوی دسرلیکه څخه کوم خبراوحال اواحوال ترلاسه نشو،ترڅویوشمیرترخاورلاندی جسدونه په لاس راغلل چې په تولیزه توګه وژل سوی وه،او دصدام حسین دجنایاتوڅخه یوبل د((حلبچه))په کلی کی د عامو خلکووژنه دکیمیاوی سولواوسلاحوپه ‌‌ذریعه وو.   

دغه ورځپاڼه دغه پوښتنه هم څرګنده وی اوپه ګوته  کوی چې دااوس دعراق خلک دپخواني جمهوررئیس په هکله څه نظر لری،اودصدام په دمنځه وړلوسره دامریکا په ذریعه،دوی ته کوم ښه وضعه اوآرامتیا په برخه شویدی  اودوی ته یې رامنځته کړی دی؟ډیروعراقی اوسیدونکودایزویستسیاخبرلیکوونکی(ژورنالیست) ته یې  ویلی دی په دی کی هیڅ دشک ځای نیسته چې دصدام ژریم نسکوره سوموږخوشحاله سولومګرپه دادریو ۳کلنوکی  چې زموږهیواددامریکایی فوځیانوترتسلط اونیولولاندی دی بل شی او بل څه یې  بیله زموږدګرانوعزیزانودمرګونو نه،دلوږی اوناهیلیونه دعراقیانو ندی ورپه برخه شوی اوزموږدخلکودپاره یی بیله غمونه یې بل څه یې  ندی رانه کړی .

دعراق خلک وايي ((که څه هم دصدام سیاستونه دهغه په وخت کی دایران سره جګړه ایزوواوبیا دکویت هیوادیې دجګړی وخواته هم کش کړل، ولی  دااوس هره ورځ سهارچې زموږعزیزان دکورڅه دباندی وځی نه پوهیږوچې بیا به دوی دوباره ژوندی وه وینوکه نه؟)) یوه موروایي ((زما زوی چې دصدام دجګړه ایز سیاست په وخت کی اوپه څوکلنه جګړه کی چې دهیوادپه مختلیفو سیموکی دجګړی دجبهات ووددغوجګړوڅخه ځان یې روغ رمټ راوایستل،پدی ورستیوکی یوه ورځ چې دخپل کاردځایه څخه مخ پرکور راروان وواودامریکایی سربازانوپه هغه بی هدفه اونارواوګولیوپه فیرونوکی اودنورومرمیودچادونوپه اثر چې په وحشت کی لویدلی وو،وه وژل سو.))   
یو بل (۱۲ ) دوولس کلن کمکی هلک داسی وایي : موږنورپه خپلوکوڅواوواټونوکی په آزادانه توګه  دلوبوهیله نه لرواونوردبیری نه لوبې نه کوو))دغه( ۱۲)کلن هلک دخپل وروروژنه یې  په خپلوسترګولیدلی وو.

دعراق خلک په دی باوری اوعقیده من دی که دصدام رژیم هرڅونی بدرژیم وو،ددی هیوادخلک که سنییان،که شیعه ګان اوکه کوردان وه یودبل ترڅنګ په سوله اوآرامی کی یې ژوند کاوه،مګرددوی دهیواددنیوني نه وروسته دامریکایې اشغالګروقواوپه وسیله ،امریکاییانو دوی یې یودبله سره په جنګ اوجګړوسره واچول اویوبل سره په دښمنی کی ،خپل دتسلط اوبرلاسی دپاره یې  سره اخته کړی دی ،نودا اوس دغه سوال په دی هکله ویل کیږی او رامنځته کیږی چې نن ټول بی ګناه خلک هره ورځ وژل کیږی څوک په دی جنایاتوکی ککړاومقصردی؟ اوڅوک دی بایدامریکایې نظامیان اوسربازان محکمه کړی اومحکمی ته یې راکش کړی؟.

 


April 10th, 2006


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی